ولاديمير پوتين سېلاب ځپلي کراسنودر سيمې ته لاړ

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين پرون په څرخي الوتکه کې د دغه هېواد د جنوب سېلاب ځپلې کراسنودر سيمې ته په داسې حال کې لاړ، چې دغلته د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ١٠٥ ته پورته شو.

ټاکل شوې پوتين په خپل کوربه توب د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت او نورو ادارو له چارواکو سره په کريمسک کې چې سېلابونو سخت ځپلى، غونډه وکړي.

بله خوا د سېلاب ځپلې کوبان سيمې يوې اوسېدونکې سويت لانا ساويدې رويټرز اژانس ته د دغو سېلابونو حال بيان کړ:

”د ١٥ دقيقو په موده کې اوبه زموږ تر ستوني پورې لوړې شوې. ټيټ کورونه تر اوبو لاندې شوي دي. زموږ ټول شيان، لکه فرنيچر او نور وسايل له منځه لاړل. هرڅه مو له لاسه ووتل. دا وحشتناکه ده ځکه نه پوهېږو څه به کوو“

بله خوا مخالف ګوند يبلوکو ادعا کړې چې په کريمسک کې د دغو سېلابونو له کبله د زياتو مرګونو يو علت د نژدې غره د اوبو د مخزن تخليه ګڼلې، خو چارواکو دغه ادعا رد کړې ده.