په شبرغان د نجونو د لیسې په لسګونه زده کونکي مسمومې شوي

راپورونه وايي، چې د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار د یکه باغ د نجونو د لیسې په لسګونه زده کونکي نن سهار مسمومې شوې دي.

په دې اړه د دې ولایت د پوهنې ریاست چارواکو له څه ویلو ډډه کړې.

ویل کیږي، چې د دې لیسې نږدې ۶۰ نجونې مسمومې شوې دي او اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

دغه دویم وار دی، چې د څو ورځو په اوږدو کې په یاد ولایت کې نجونې مسمومېږي.