د ترکمنستان ولسمشرد زراعت وزیر مردان بیراموف له دندې لیرې کړ

د ترکمنستان جمهور رئیس قربانګلي بردي محمدوف په هېواد کې د غنمو د حاصلاتو د کمښت له وجې، د زراعت وزیر مردان بیراموف له دندې لرې کړ.

نوموړي د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې د کرنې د وزیر په دندې کار کاوه.

د ده پر ځای د کرنې د وزارت مرستیال رجب بازاروف ټاکل شوی دی.

د ترکمنستان د کرنې د وزارت د نورو برخو چارواکې هم بدل شوي دي.

په ترکمنستان کې سږ کال د غنمو د حاصل لپاره یو اعشاریه ۶ میلیون ټنه هدف ټاکل شوی و، خو حاصلات په سلو کې ۲۵ کم شوی دی.

د جمعې په ورځ د ترکمنستان په دولتي مغازو کې د وچې ډوډۍ بیه درې برابره پورته شوه.