امریکا: په اشرف کمپ کې د مجاهدین خلق ډلې د استوګنې وخت مخ په خلاصیدو دی

د امریکا متحده ایالاتو د ایران د رژیم مخالفې ډلې، مجاهدین خلق ته خبرداری ورکړی، چې د عراق په اشرف کمپ کې د دوي د غړیو د استوګنې وخت مخ په خلاصیدو دی او دوي باید د لیبرټې په نامه انتقالې کمپ کې ځای په ځای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د تروریزم ضد چارو مسول دانییل بینیمین وايي، دا به د مجاهدین خلق ډلې د مشرانو بیخي غلطه انګېرنه وي چې ګوندې متحده ایالات به دا ډله د بهرنیو تروریستي ډلو له لیست څخه وباسي:

“دا ډله د امریکا د متحده ایالاتو پر ضد د شخړو سابقه لري. د مجاهدین خلق ډلې په شخړو کې په ایران کې د امریکایي کمپنیو بمې حملې، د اوو امریکایي اتباعو وژنه، د حملو ملاتړ، په تهران کې د امریکا د سفارت اشغال او یرغمل کول شامل دي.

مجاهدین خلق ډله دغه راز یو له هغو محدودو بهرنیو ډلو څخه ده، چې د امریکا په خاورې کې یي د حملو هڅه کړې وه، یعنې په ۱۹۹۲ کال کې یي په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د ایران پر ماموریت باندې د حملې په ګډون، په یوه وخت کې په ۱۳ هېوادونو کې حملې کړې وې، ان په خپله مجاهدین خلق ډلې هم اعتراف کړی چې تر ۲۰۰۱ کاله پورې یي شخړو ته دوام ورکړی و”.

د مجاهدین خلق ډلې غړې له ۱۹۸۰ لسېزې راهیسې د عراق په اشرف کیمپ کې ځای پر ځای شوي دي. په دې کمپ کې د ۱۲۰۰ او ۱۳۰۰ ترمنځ د مجاهدین خلق غړي ژوند کوي.

بینیمین وایي، مجاهدین خلق ډلې ته د عراق د حکومت حوصله ختمه شوې او له اشرف کمپ څخه د هغوي د ایستلو لپاره د جولاي شلمه ټاکلې ده.