د فراه ولایت د مقام ودانۍ ته څیرمه ۳ توغندي لګیدلي

د فراه ولایت د مقام ودانۍ ته څیرمه ۳ توغندي لګیدلي، چې چارواکي په کې د ۱۷ کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د دې ولایت د والي ویاند عبد الرحمان طراحې د پیښې په تایید سره وایي، چې ۲ پولیس وژل شوي او نور پاتې ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د دوي په وینا چې ټول ټپیان روغتون ته رسیدلي او د ناروغانو روغتیایي حالت په اړه معلومات نه لري.

وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.