د جوزجان په مردیان ولسوالۍ کې د نجونو پر یوه ښوونځي بمي برید شوی

د جوزجان په مردیان ولسوالۍ کې د نجونو پر یوه ښوونځي بمي برید شوی دی، د جوزجان امنیتي مسوولان وایي، د علملیک په نوم د ښوونځي ودانۍ ته تیره ورځ ناپیژاندو وسله والو بم اچولی دی.

د جوزجان امنیه قوماندان عبدالعزیز غیرت وایي، وسله وال چې په موټر سایکل سپاره و د علملیک ښوونځي ته یې بم غورځولی دی چې د دې پیښې له امله د ښوونځي کتابتون اور اخیستی او دوه تنه ملازمین هم ټپیان شوې دي.

د امنیه قوماندان په وینا د سیمې خلک له پیښې سره سم مکتب ته ورغلي دي او اور یې وژلی دی.

وسله وال له سیمې تښتیدلي دي او تر اوسه چا د دې پیښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.