چین اته سوه دوه تنه د ماشومانو د قاچاق په تور نیولي دي

چین اته سوه دوه تنه د ماشومانو د قاچاق په تور نیولي دي، ددې هېواد د عامه امنیت وزارت ویلي پولیسو په ۱۵ ایالتونو کې د پراخو عملیاتو په ترڅ کې یوسلو یو اتیا ماشومان ژغورلي دي .

دا وزارت وايي، په عملیاتو کې د ماشومانو د قاچاقچیانو دوه کړۍ ماتې شوي او د دې کړیو مشران نیول شوي دي .

دوي وايي، په ملي کچه دا عملیات د دې کال په پیل کې وروسته له هغې پلان شول، چې پولیسو د ماشومانو د قاچاق ځینې نښې نښانې ولیدي، په دې کې د چین په شمال ایالت هیبي کې له ښار چې بهر په یو کلینک کې د حامله دارو ښځو بیا بیا څرګندیدنه هم شامله وه.

په چین کې د ماشومانو د قاچاق مسله لویه ستونزه ده، په دې هېواد کې د کورنیو لپاره د یو ماشوم د لرلو سختې پالیسي د دې ستونزې د لا پراختیا سبب شوې ده.