د نړۍ د اویا هېوادونو او سازمانانو استازي د یکشنبې په ورځ د جاپان په توکیو ښار کې راټولیږي، چې د افغانستان سره له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته چې نړېوال سرتیري له دې هېواده وځي د مرستو ژمنې وکړي.
افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دوي به په دې غونده کې د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته د لومړنیو دری کلونو لپاره د کال د څلور میلیارده ډالرو غوښتنه وکړي.
مرسته کونکیو هېوادونو بیا ویلي، دوي د دې لپاره چې د دوي د مالیه ورکونکو پیسې به به اداري درغلیو او ناسمې ادارې که نه ځي نور ضمناتونه غواړي.
د بخښنې نړېوال سازمان ویلي، مرسته کونکي داسې تایید ته اړتیا لري، چې مرستې به د بشري حقونو د وضیعت د بهترولو لپاره چې د عامو افغانانو په ژوند کې بدلون راولي لګول کېږي.
افغانستان له ۲۰۰۲ م کال راهېسې شپیته میلیارده ډالر نړېوالې مرستې تر لاسه کړي خو په دې هېواد کې اداري درغلي یو جدي ستونزه ده.
د شفافیت نړېوال سازمان تیر کال ویلي وو، افغانستان په نړۍ کې دویم هغه هېواد دی چې اداري درغلۍ په کې زیاتې دي.