د اروپا د امنیت او همکارۍ موسسې (او ایس سي اي) پرون له حکومتونو وغوښتل، چې د انټرنټ مخه ونه نیسي.
د اروپا د امنیت او همکارۍ د موسسې د رسنیو او ازادیو استازې مېرمن دونجا میجاتوویڅ د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د رسنیو کنفرانس ته وویل، انټرنټ باید ازاد وي او خلک په ازاده په کې خپل نظر څرګند کړای شي.
دې همداراز وویل، که چارواکي د خپلو اتباعو د خونديتوب په اړه اندېښنه لري، باید له انټرنټ څخه د ښې استفادې په برخه کې خلک وپوهوي او مقررات ورته وضع کړي نه دا چې انټرنټ منع کړي.
دې د عشق اباد د رسنیو کنفرانس مهم وباله
” دا لومړی ځل دی چې موږ د منځنۍ اسیا د رسنیو کنفرانس د ترکمنستان په عشق اباد کې جوړوو، تر دې مخکې دلته نه و جوړ شوی، ځکه لا مهمه ده چې د رسنیو د ازادۍ پر مسئلو خبرې وشي“
په تاجکستان کې د انټرنټي خدماتو وړاندې کوونکو د دغه هیواد مخکښه خبري ویبپاڼه ایشیا پلس تېره میاشت د دغه هیواد د ولسمشر په اړه د یوې لیکنې په خاطر بلاک یا منع کړه.
د ازادۍ راډیو ترکمنۍ څانګه وايي چې پرون په عشق اباد کې د دوی خبریالې ته اجازه ورنه کړای شوه چې د رسنیو کنفرانس ته ورشي.