په بلخ کې یو کس له سل کیلو ګرامه چاودیدونکو موادو سره نیول شوی دی

د بلخ ولایت د پولیسو چارواکو یو کس له سل کیلو ګرامه چاودیدونکو موادو سره نیولی.

د بلخ د امنیه قومندانۍ د پولیسو د استخباراتو مدیر حاجي شفیع نن خبریالانو ته وویل چې، نیول شوی کس د دولت اباد ولسوالۍ اوسیدونکۍ دی چې د مزار په ښار کې یې ځیني اهداف په نښه کړي وه.

بل لور ته د تخار د ملي امنیت ریاست وایې چې، درې تنه وسله وال مخالفین یې نیولي.

دې ریاست ازادۍ راډيو ته د یوې خبرپاڼۍ په استولو سره ویلي چې، دا کسان په دوو جلا عملیاتو کې نیول شوي چې یو شمیر یې د تخار لپاره د طالبانو د نومول شوي والي ملا نور الدین پورې مربوط کسان وو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له نیول شویو کسانو سره ۵۲ کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد هم نیول شوي.