روغتیايي کارکونکي په کمبودیا کې د هغې ناڅرګندې ناروغۍ په لامل پسې ګرځي

د نړۍ د روغتیايي سازمان ویاندې الفالوک باتیاسیبي ویلي ، دې ناڅرګندې روغتیايي ستونزې د هغو دوه شپيتو ماشومانو څخه یو شپیته وژلي چې د اپریل د میاشتې راهېسې روغتونونو کې بستر شوي ، خو زیاته کړې یې ده داسې ښکاري نه ښکاري چې دا ناروغي دې له شخص څخه شخص ته ورشي .

نوموړي وايي، روغیتايي کارکونکي هڅه کوي چې پیدا کړي ایا دا ټولې پېښې د همدې یوې ناروغۍ له کبله وې او که د څو ناجوړیو ټولګه ده.

د ناروغۍ قربانیان ټول تر لس کلنو ښکته ماشومان و چې لومړۍ تبې نیول ، وروسته یې عصبي ستونزې پیدا کولي او ورپسې یې تنفسي مشکلات زیاتیدل . ډیرې پېښې یې په جنوبي کمودیا کې رامنځ ته شوي دي .