روغتیا وزارت: د کابل په پکتیا کوټ د پرونۍ اورلګیدنې له امله شپږ تنه مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وایي، د کابل په پکتیا کوټ کې د پرونۍ اورلګیدنې له امله شپږ تنه مړه او ۸۵ تنه ټپیان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مشاور ډاکټر عبدالله فهیم ازادۍ راډیو ته داسې وویل:

(وروستي راپورونه چې تیره شپه موږ ته را رسیدلي ښيې چې په دې پيښه کې ۸۵ تنه ټپیان شوي او شپږ تنه مړه شوي.

د یو شمېر ناروغانو سوځيدنه ډيره جدي ده. تقریبا نوي فیصده سوځيدنه لري او د دوي وضعیت هم د قناعت وړ نه دی.)

مسئولینو ویلي، چې دا اور لګیدنه د برادران حیدري شرکت مربوط د مایع غازو د اور اخیستلو له امله رامنځته شوه، چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ یې پراخ مالي تاوانونه هم اړولي.