روسیه وايي، دوي له واشنګټن سره د سوریې د ولسمشر بشارالاسد پر راتلونکې خبرې نه کوي، د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګي ریابکوف په دې اړه دا بیان وروسته له هغې خپور کړ، چې د مسکو یوې ورځپاڼې وویل د امریکا د متحدو ایالاتو په مشرۍ لویدیځو هېوادونو فعالي هڅې پیل کړي چې مسکو وهڅوي څو بشار الاسد ته ځای ورکړي.
روسیې په دې اړه بحث په داسې حال کې رد کړی دی، چې د سوریې د ملګرو په نوم د لویدیځ په مشرۍ د هېوادونو ډله د جمعې په ورځ په پاریس کې غونډه کوي.
مسکو ویلي د پاریس په غونډه کې برخه نه اخلي ، دوی لویدیځ تورن کړی دی چې د شنبې په ورځ یې په جینوا کې په سوریه کې د سیاسي انتقال په اړه یو جوړجاړی ګډ وډ کړی دی .
په جینوا کې نړیوال قوتونه په سوریه کې د واک د انتقال پر یو پلان سلا شوي وو خو په دې کې د اسد له واک څخه د لرې کیدو څرګنده غوښتنه نه وه شوې . لویدیځ هیوادونو وايي دوی د سوريې په راتلونکې متحد حکومت کې د بشار الاسد لپاره کوم رول نه ویني .