فلسطیني ادارې ویلي دوي به په ۲۰۰۴ م کال کې د فلسطین د پخواني مشر یاسر عرفات د مړینې د سبب د معلومولو لپاره د نوموړي د جسد د معایناتو اجازه ورکړي.
د چارشنبې په ورځ د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس وویل، نوموړی غواړي چې په دې برخه کې له نورو معاینانو سره مرسته وکړي.
د یاسرعرفات کونډې سوحا وروسته له هغې د یاسرعرفات د مړي د معایناتو غوښتنه وکړه، چې د سویس یو لابراتوار په هغو وسایلو کې چې یاسر عرفات د خپل ژوند په وروستیو ورځو کې کارولي د پام وړ اندازه راډیو اکټیف وموندل. د سویس دې لابراتور د عربات وسایل د هغه د میرمنې په غوښتنه معاینه کړې وو.
د دې لابراتوار یو مشر ویلي دوي د عرفات په وسایلو کې د پام وړ اندازه پلونیوم موندلي، خو د دې لپاره چې ثابته شي دا پلونیوم د عرفات له وجود څخه دې وسایلو ته ورغلي او چاپیریال څخه نه دی باید نور معاینات ترسره شي.