افغان او امریکايي چارواکو د ستراتیژيکو همکاریو د لاسلیک شوي تړون د نافذیدو اعلان وکړ

افغان او امریکايي چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو ستراتیژيکو همکاریو د لاسلیک شوي تړون د نافذیدو اعلان وکړ.

دغه اعلان نن په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول او د امریکا سفیر راین کراکر په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړ.

ښاغلي زلمي رسول وویل:

(د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو د موافقه لیک د عملي کیدو لپاره ټول داخلي قانوني پړاوونه ترسره شوي او دا موافقه لیک سر له نن نه د اجرا وړ او ګټې یې هم نافذې دي.)

دغه موافقه لیک روان میلادي کال د مې په میاشت کې په کابل کې د افغانستان او امریکا د جمهور رئیسانو حامد کرزي او بارک اوباما لاسلیک کړی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ټاکل شوې په دوو اونیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په یوه پوځي تړون هم خبرې پيل شي.