تاجکستان د تهمت او تحقیر قانون لغوه کړ

تاجکستان د تهمت او تحقیر قانون لغوه کړ، د ولسمشر امام علي رحمان دفتر نن وویل، جمهور رییس هغه وړاندیز چې په دې برخه کې شوي و، لاسلیک کړ.

له نولس سوه یونویم میلادي کال یعني د شوروي اتحاد له ماتیدو وروسته د منځنۍ اسیا په دغه هېواد کې پر ازادو خبریالانو د چارواکو له لورې فشار زیات شو، هغوي به د تهمت او تحقیر د قانون له مخې تر فشار لاندې راتلل.

د رسنیو دفاع کوونکيو او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د روان کال په پیل کې لا د دې قانون د تغییر د پریکړې ملاتړ کړی و، چې اوس توشیح شو.

لا هم په تاجکستان کې د ولسمشر د توهین قانون پرځای دی، که څوک جمهور رییس ته علني بد ووایي، باید جریمه شي یا پنځه کاله په زندان کې تیر کړي.