نن به د پاکستان له لارې ناټو ته اکمالات وشي

تمه ده، چې نن د پاکستان له لارې افغانستان ته بیا په لاریو کې د ناټو اکمالات وشي.

دا کار د پاکستان په پریکړې پسې کیږي چې وروسته له اوو میاشتو بندیزه یې تیر ماښام اعلان وکړ چې ناټو ته به اجازه ورکړي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته اکمالات وکړي.

امریکایي چارواکي وایي، چې هیلمن دي چې نن به د پاکستان پر سرحد د افغانستان خوا ته د اکمالاتو موټر واوړي.

اسلام اباد پرون وروسته تر دې د لارې د پرانیستو ژمنه وکړه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د څلرویشت پاکستاني پوځیانو پر وژنه خواخوږي څرګنده کړه.

دا پوځیان تیرکال په نومبر کې د پاکستان دننه د ناټو په هوایي برید کې ووژل شول او له هغه وروسته اسلام اباد د ناټو اکمالات له خپلې خاورې بند کړل.

پاکستان د لارې د پرانیستو لپاره له امریکا د پوځیانو د وژلو لپاره د بښنې شرط کیښود.

د پاکستان له لارې د ناټو د اکمالاتو له بندیدو وروسته ناټو د روسیې او منځنۍ اسیا پر لارو اتکاء وکړه چې دا لاره هم اوږده ده او هم یې لګښت زیات دی.