په عراق کې د یو لړ بمي چاودنو له امله لږ تر لږه څلویښت کسان وژل شوي

په عراق کې د یو لړ بمي چاودنو له امله لږ تر لږه څلویښت کسان وژل شوي او نژدې سل نور ټپیان شوې دي.

د سې شنبې د ورځې د دغو خونړیو چاودنو په اړه عراقي چارواکو وویل، چې لږ تر لږه پنځه ویشت تنه هغه مهال ووژل شول او پنځوس نور ټپیان شول چې د عراق په جنوب کې د دیوانیه په ښار کې په یوه مارکیټ کې د موټر بم چاودنه وشوه.

په بلې پیښې کې د سړک د غاړې دوو بمي چاودنو کربلا ښار ته نژدې د شیعه زیارت کوونکو موټر په نښه کړل. دې چاودنو پنځه تنه ووژل او نژدې دیرش نور یې ټپیان کړل.

د بغداد په شمال کې د تاجي په سیمه کې هم او د دیالا په ولایت کې چې اکثر یې سنیان دي، خونړۍ پیښې رامنځته شوې دي.

زیارت کوونکي د کربلا په لور تلل څو د دولسم امام، امام مهدي کلیزه ولمانځي.

د عراق د القاعده سني څانګې د دې چاودنو مسوولیت منلی دی.