نورستان: مخالفینو چې د پاکستان پوځ هم ورسره دی په کامدیش د برید چمتوالی نیولی

د نورستان د امنیې قومندان خبرداری ورکوي، څه باندې دریو سوو وسلوالو مخالفینو چې د پاکستان د پوځ سرتیري هم ورسره ملګري دي، یو ځلي بیا د دې ولایت په کامدیش ولسوالۍ د برید چمتوالی نیولی.

غلام الله نورستاني ازادۍ راډیو ته وویل، چې په شخصي جامو کې د پاکستان د پوځ یو شمېر عسکر هم له دغو وسلوالو سره دي.

ښاغلي نورستاني وویل، چې څو ورځې مخکې هم په سرحدي ولسوالۍ کامدیش باندې د وسلوالو طالبانو یوه حمله چې پاکستانیو عسکرو یې مرسته کوله، په شا وتمبول شوه.

په دې جګړې کې د عامو خلکو په ګډون له دواړو خواوو نه په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله ورسیده.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا دا خبره رد کړې، چې ګنې پاکستاني عسکر یي ملاتړ کوي.