د ښځو چارو وزارت د ښوونځیو د زده کوونکو د مسمومیدو پر ضد کمپاین پیل کړی

د ښځو چارو وزارت وايي، چې د ښځو د حقونو له یو شمېر نورو مدافع کسانو او ټولنو سره به په ګډه د ښوونځیو د زده کوونکو د مسمومیدو د ستونزې پر ضد ګډ تبلیغاتي کمپاین پیل کړی.

د ښځو چارو وزارت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، چې د دې کمپاین هدف د مسمومیت د جانبي عوارضو، د کورنیو د مورال د لوړولو او د مخنیوي لپاره یې د مربوطه ارګانونو د جدي اقداماتو په اړه د خلکو د پوهې د کچې لوړول دي.

په دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر ښوونځیو زده کوونکې په نامعلومو موادو مسومې شوې.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکو پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، ویلي په دې پیښو کې د سیمې استخباراتي کړۍ لاس لري.