ملګرو ملتونو د وسلو د نړېوال تجارت د تړون په مذاکرو کې د فلسطينيانو د رايې ورکولو حق رد کړ.
د ارجنټاين سفير روبرټو ګاريکا موريټان دغه اعلان وکړ. بله خوا په ملګرو ملتونو کې د فلسطين سفير رياض منصور په دې باب خبريالانو ته خبرې وکړې:
”دا يو کنفرانس دى چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې تنظيم شوى، دا د ژنيف عمومي کنفرانس نه دى. که څوک غواړي اصول او قواعد ولولي، پوه به شي چې دا د هېوادونو نړيوال کنفرانس دى. نو چې داسې ده، عمومي اسمبلۍ له ١٩٧٣م کال راهيسې پرېکړه کړې، چې د هېوادونو کنفرانس کې بايد د عمومي اسمبلۍ غړي هم شامل وي. خو کاتوليک او فلسطين داسې انګېري، چې دا د دوى حق دى څو په دې کنفرانس کې د کومې دولتي غونډې په څېر ګډون وکړي”
دغه خبرې اترې چې ټاکل شوې د جولاى مياشتې پر ٢٧ مه پايته ورسېږي، د فلسطيني استازي د څارونکي موقف پر سر د جنجال له کبله ځنډېدلې وې.
واتيکان هم، چې په ملګرو ملتونو کې د څارونکي موقف لري، په خبرو اترو کې يې ګډون رد شو. د راپورونو له مخې، د اسرائيل او امريکا استازو ويلي، که په دغو خبرو اترو کې فلسطين ته د ګډون اجازه ورکړل شي، دوى به له ګډون څخه ډډه وکړي.