په یمن کې په هوايي حملو کې د القاعده شبکې لږه تر لږه ۴مشکوک سخت دریځي وژل شوي

امنيتي چارواکي او عيني شاهدان وايي، پرون د يمن په مرکزي برخه کې په دوو هوايي حملو کې چې ګومان کېږي د امريکايي بې پېلوټه الوتکو په مرسته به شوې وي، د القاعده شبکې لږ تر لږه څلور مشکوک سخت دريځي غړي وژل شوي دي.

دا بريد په داسې حال کې کېږي چې يمني چارواکو ويلي، دوي د القاعده شبکې ١٤ سخت دريځي نيولي دي.

په وروستي بريد کې دوه موټر په نښه شوي، چې د شبوَه ولايت په بيحان سيمه کې روان وو.

دا د يمن په جنوب ختيځ کې پرته سيمه ده چې تېره مياشت سخت دريځو وسلوالو په جنوب کې له خپلو عمده مرکزونو ورکډه شوي دي.