افغانستان له نړېوالې ټولنې د کال ۳،۹ ميليارډه ډالرغواړي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي به راتلونکې يکشنبې په توکيو کې په نړېوال کنفرانس کې له نړېوالې ټولنې د درې اعشاريه نهه ميليارډه ډالرو مرستې غوښتنه وکړي.

ولسمشر کرزي د جاپان اين ايچ کې خبرې رسنۍ ته د سې شنبې په ورځ په کابل کې وويل، چې درې اعشاريه نهه ميليونه ډالر افغانستان هرکال له نړېوالې ټولنې غواړي.

په افغانستان کې د نړېوال بانک مشر باب سام روانه اونۍ په کابل کې وويل، چې افغانستان د پراختيايي پروژو لپاره له دوه زره پنځلسمه تر دوه زره پنځه ويشتم ميلادي کلونو پورې هر کال له درې اعشاريه درې تر درې اعشاريه نهه ميليارډه ډالرو مرستو ته اړتيا لري. بام سام له افغان حکومته د مرستو په بدل کې د نړېوالو په غوښتنو کې د اداري فساد پر مخنیوي ټينګار وکړ.

د جون په اته ويشتمه په نوي ډيلي کې د افغانستان لپاره د لسګونو هېوادونو او نړېوالو موسسو د استازيو له لورې د پانګه اچونې کنفرانس جوړ شو او هلته هم د غونډې برخه والو د افغانستان امنيت ته انديښنه څرګنده کړه.

د امنيتي ستونزو د لیرې کېدو لپاره ولسمشر کرزي جاپاني رسنۍ ته د سې شنبې په ورځ وويل، چې طالبان کولای شي د جمهوري رياست په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي.

افغان ولسمشر څرګنده کړه، چې طالبانو ته زما وړانديز دا دی، چې د سولې له بهير سره يوځای شي او په افغانستان کې په يوه سياسي غورځنګ بدل شي.

حامد کرزي زياته کړه، د دې هرکلۍ کوي، چې طالبان په قانوني ډول د هېواد په ديموکراتيک بهير کې برخه واخلي او د خلکو په مټ د هېواد ستر سياسي واک ته له دې لارې د رسيدو هڅه وکړي.

په توکيو کې د يکشنبې په ورځ د افغانستان لپاره په نړيواله غونډه کې د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون او د نژدې اويا هيوادو او نړيوالو سازمانونو استازي برخه اخلي.

د افغانستان مالې وزير روانه اونۍ په کابل کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې د توکيو کنفرانس ته حکومت جامع پروګرام تيار کړي دي.

حضرت عمر زاخيلوال هيله څرګنده کړه چې د توکيو په کنفرانس کې به د افغان حکومت دوه ويشت پروګرامونو ته مالي سرچينې پيدا شي او که چيرته دا پروګرامونه پلي شي افغانستان به په خپلو پښو ودريږي او خلکو ته به کارونه پيدا شي.