په عراق کې بمي چاودنو لږ ترلږه د۳۳ کسانو ژوند واخیست

په عراق کې نن د بمي چاودنو له امله لږ ترلږه ۳۳ کسان مړه او شاوخوا سل نور ټپیان شول.

چارواکي وایي، د جنوبي ښار دیوانیه په یوه مارکیټ کې د موټر بم په چاودنې کې لږ ترلږه ۲۵ کسان مړه او شاوخوا پنځوس ټپیان شول.

د ورځي په سر کې کربلا ښار ته نږدې، په سړک کې د ښخو شویو ماینونو د چاودنې له امله چې شیعه زیارت کوونکې په کې په نښه شوي وو، څلور کسان مړه او شاوخوا شل نور ټپیان شول.

شیعه ګان د امام مهدي د زیږیدنې د لمانځلو په مراسمو کې د ګډون په مقصد کربلا ته راټول شوي دي.

په دې وروستیو کې د یو شمېر چاودنو مسولیت د القاعده شبکې څانګې په غاړه اخیستی و.