وسله والو مخالفینو د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې پر یوه پوسته برید کړی دی.
د کوه صافي ولسوال عبدلواحد صافي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د وسله والو طالبانو او پولیسو ترمنځ نښتې نږدې دوه ساعته دوام وکړ.
خو نوموړي په دې برید کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، بل خوا په بامیانو کې هم پر یوه پوسته وسله وال برید شوی.
د بامیانو ولایت د امینه قوماندانۍ مسولینو ویلي، چې دغه برید کوه مرد ولسوالۍ کې شوې چې نږدې یو ساعت یي دوام وکړ او په کې یو پولیس ټپي دی.
وسله والو طالبانو د دې بریدونو په اړه څه نه دي ویلې.