بشار الاسد: ښه به وای که د سوریې ځواکونو د ترکیې جټ الوتکه نه وای راغورځولای

د سوریې جمهور رئیس بشار الاسد وایي، دا به ډېره ښه وای که د سوریې ځواکونو تېره میاشت، د ترکیې جنګې جت الوتکه نه وای راغورځولای.

اسد له ترکې ورځپاڼې جمهوریت سره مرکې کې دغه راز ویلي، دی به اجازه ورنه کړي چې د دوو ګاونډیو هېوادو سره دا وروستی تاوتریخوالی په یوې خلاصې جګړې بدل شي.

جمهو رئیس بشار الاسد ویلي، د سوریې ځواکونو ته د جون په ۲۲ مه د الوتکې له غورځولو وروسته معلومه شوې وه چې دا د ترکیې اکتشافې الوتکه وه.

ده زیاته کړه، په سلو کې سل د الوتکې په غورځیدو خواشینی دی.

د ناتو غړي هېواد ترکیې، د دې پیښې په ځواب کې له سوریې سره د پولې په اوږدو کې خپل پوځي حضور زیات کړی او خبرداری یي ورکړی چې د سوریې د پوځ د هر ډول تیري ځواب به ووایي.

په عین حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو او د مصر د بهرنیو چارو وزیر محمد کامل عمرو د دوشنبې په ورځ د سوریې د بیلابیلو مخالفوډلو په هغې غوندې کې چی د عربي اتحاد تر چتر لاندي په قاهرې کې جوړه شوې وه، د خبرو پر مهال وویل:

“ په سوریې کې به انتقال او بدلون راځي، دا حتمي ده او بالاخره به په سوریې کې یوه نوې اداره او یو ډموکراټیک رژیم رامنځ ته شي”.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د سوریې خلک باید د خپل هیواد د راتلونکې په اړه پریکړه وکړي.