یو استرالیايي پوځي په افغانستان کې وژل شوی دی

د استرالیا چارواکي وایي، چې د دوي یو پوځي په افغانستان کې وژل شوې دی.

د استرالیایي ځواکونو یوه مسول دیوید هرلي ویلي، چې دا سرتیری یي په عملیاتو کې په ډزو وژل شوی دی.

د دې سرتیري په وژلو سره په افغانستان کې د وژل شویو استرالیایي سرتیرو شمېر درې دیرش تنو ته ورسید.

استرالیا په افغانستان کې ۱۵۵۰ سرتیری لري، چې زیاتره یي په ارزګان کې دیره دي.