په کابل کې د ګازو د بالونونو د چاودنې له امله له دیرشو زیات کسان ژوبل دي

په کابل کې امنیتي چارواکي وایي، چې نن په کابل ښار کې د ګازو د بالونونو د چاودنې له امله له دیرشو څخه زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دا چاودنه د کابل ښار په خیرخانه سیمه کې په یوه بازار کې شوې.


په اعلامیه کې راغلي، چې په دې پیښه کې دوه تنه وژل شوي او اته ویشت نور ټپیان دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د پنځو تنو روغتیایي حالت نازک دی.