د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، پر کونړ او نورستان باندې راکټي حملې په پاکستان کې پلانیږي او هدف یي د افغانستان په سرحدي سیمو کې د وسله والو طالبانو د فعالیت لپاره د ساحې پراخول دي.
د ملي امنیت چارواکو د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دا د افغانستان په سرحدي سیمو دا راکټي حملې د پاکستان د پوځ له خوا کیږي.
د ملي امنیت د ویاند مرستیال وویل، چې په دې اړه به افغان حکومت پټه خوله پاته نه شي:
(دغه حملې د پخوانیو حملو لړۍ ده، چې پروسږکال پیل شوي وې، پوره اسناد او د هغو راکېټونو ټوټې چې راغورځول شوي، د پاکستان په پوځ یې اړه درلوده.
هغه وخت هم اسناد وه او اوس هم شته، ولې دا روښانه ده، چې دغه حملې ترهګریزي دي او د نړېوالو قوانیونو او اصولو خلاف عمل دی، نو له دې امله هیڅ وخت پاکستان نه غواړي چې دا ومني)
بل خوا د افغانستان ګواښ کړی که چیرې د پاکستان له لوري په سرحدي کلیو باندې د توپونو او راکټونو ډزې بندې نه شي نو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته به رپوټ وکړي.
د راپورونو له مخې د افغانستان د دوو ختیځو ولایتونو کونړ او نورستان سرحدي سیمي له تیرو څو میاشتو راهیسې د پاکستان له خاورې په توغندیو ویشتل کیږي، چي خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه هم اړولې دي.