په سوریه کې ناوړه چلند او شکنجه په یوه دولتي پالیسۍ بدله شوې ده

د بشري حقونو د څار نړېواله ټولنه وايي، له بندیانو سره ناوړه چلند او د هغو شکنجه په سوریه کې په یوه دولتي پالیسۍ بدله شوې ده.

د بشري حقونو د څار نړېوالې ادارې چې مرکز یې په نیویارک کې دی، نن په یوه بیان کې وویل، چې شکنجه په سوریه کې په یوه بشري جنایت بدله شوې او د جرمونو نړېواله محکمه باید په دې اړه تحقیق وکړي.

دې ټولنې ویلي دي، چې ۲۷ توقیف ځایونه تشخیص کړي دي چې د سوریې د استخباراتي دارو له خوا اداره کېږي.