ناټو پرون بیا هم اعلان وکړ، چې په سوریه کې یو سیاسي حل غواړي

سره له دې چې د سوریي د رژیم مخالفینو د سولې هغه پلان رد کړ چې ملګرو ملتونو، امریکا او روسیې یي ملاتړ کاوه، ناټو پرون بیا هم اعلان وکړ، چې په سوریه کې یو سیاسي حل غواړي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وویل، چې د سوریې بحران د ټولې سیمي ثبات او ارامی ته خطر پیښ کړی خو ناټو به بیا هم په دغه هېواد کې پوځي مداخله ونه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند د سولې د دغه پلان په اړه پرون په واشنګتن کې خبریالانو ته داسې وویل:

،،د سوریي ولس د ډیرو چټکو نتایجو مستحق دی او موږ د سوریي له ټولو قوتونو غواړو، چې مټې راونغاړي، د کوفي انان د پلان ملاتړ وکړي او خپل کار پيل کړي چې دغه پلان په میوه راشي.

هرڅومره ژر چې موږ په دغه پلان باندې خپل کار پیل کړو هغومره به د خونریزې د درولو لپاره بهتر فرصت ولرو.،،

د سوریي د رژیم مخالفینو ځکه دا پلان رد کړ، چې په کې د جمهور رییس بشارالاسد د لیرې کېدو غوښتنه نه ده شوې.


بل خوا عربي هېوادونو او ترکېې پرون ( دوشنبې ) د سوریې د رژیم له مخالفینو وغوښتل، چې سره لاس یو کړي او د جمهور رییس بشار الاسد د حکومت په مقابل کې یو با اعتباره بدیل جوړ کړي.

دغه غوښتنه په قاهره کې د دوه ورځنۍ غونډی په پیل کې وشوه، چې د عربي هېوادونو د ټولنې له خوا د سوریی د رژیم د مخالفینو د اتفاق لپاره جوړه شوی ده.

د بشار الاسد د رژیم مخالفین په خپل منځ کې اختلافات لري او کله نا کله یي جګړې هم ترمنځ پیښيږي.