د افغانستان په جنوب کې د موټر بم په برید کې لږ تر لږه اوه کسه ووژل شول

افغان چارواکو پرون وویل، چې د افغانستان په جنوب کې د موټر بم انتحاري برید لږ تر لږه اوه کسه ووژل او شل نوریی ټپيان کړل.

د کندهار د والي ویاند احمد جاوید فیصل وویل، دغه چاودنه په ښار کې او د کندهار د پوهنتون دروازې ته نژدې وشوه.

د کندهار پوهنتون د امریکایي ځواکونو له اډې څخه تقریبا دوه کېلومیټره لری پروت دی.

د کندهار د والي ویاند زیاته کړه، چې ټول مړي او ټپيان ولسي خلک دي. له دغه بریده دوه اونۍ مخکې طالبانو په کندهار ولایت کې د افغان او ناټو ځواکونو په دوو ګډو اډو بریدونو کې څلور افغان پولیس وژلي وو.