په داسې حال کې، چې د ایران د اتمي پروګرام په وړاندې د غربي هېوادونو فشارونه د زیاتیدو په حال کې دی، تهران نن د درې ورځنیو پوځي تمرینونو د پیل اعلان وکړ .
د ایراني چارواکو په وینا، په دې ترڅ کې به د ځمکې څخه ځمکې ته مزایل هم وازمویل شي، چې ځیني ډولونه یې ان د اسراییل خاوره په نښه کولای شي.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو ویلي دي، چې دا تمرینونه به څرګنده کړي ، چې ایران د نورو هیوادونو هر ډول دښمنانه اقدام ته شدید ځواب ویلای شي.