د سوریې د رژیم د اپوزیسیون ۲۵۰ غړي د سیاسي انتقال پر پلان د خبرو لپاره سره ګوري

د سوریې د رژیم د اپوزیسیون لږ تر لږه ۲۵۰ غړي نن د ملګرو ملتونو د سازمان په ملاتړ د سیاسي انتقال پر پلان د خبرو لپاره په قاهره کې سره ګوري.

په سوریه کې د سیاسي انتقال دا پلان د امریکا او روسیې ملاتړ هم لري.

د قاهرې خبرو ته د فرانسې، تونس او ترکیې استازي هم ور بلل شوي دي.

دا دوه ورځنی کنفرانس د عربي هېوادونو د ټولنې (عرب لیګ) په ملاتړ جوړیږي.

خو د (ازادې سوریې پوځ ) دا غونډه تحریم کړې ده.

د ازادې سوریې پوځ غړي د بشارالاسد د رژیم په وړاندې جنګیږي.

دوي د قاهرې غونډه په ایران او روسیه کې د بشارلاسد د رژیم د پلویانو د پالیسیو او اهدافو د ترسره کیدو لپاره دسیسه بللې ده.