پکتیکا: که د پاکستان حملې دوام وکړي ډیرې کورنۍ به کډې کولو ته اړ شي

د پکتیکا امنیتي مسولین وایي، که چیرې د پاکستان له خاورې د توغندیو ویشتل دوام وکړي نو د دغه ولایت د سرحدي ولسوالیو ډیرې کورنې به کډې کولو ته اړ شي.

د دغه ولایت د امنیې قومندان دولت ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل چې تیره شپه ناوخته هم له وزیرستان څخه په برمل ولسوالۍ باندې پنځه توغندي راتوغول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې یوه ورځ مخکې د پکتیکا په وازې خوا او تورو ولسوالۍ باندې د پاکستان له خاورې شااوخوا دیرش توغندي راغلل چې له امله یې یوشمیر کورنۍ د کورونو پریښودو ته اړ شوې.