په مکسیکو کې د ټاکنو پایلې ښيي چې د (PRI) ګوند ټاکنې ګټلي

په مکسیکو کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ابتدايي نتایج څرګندوي، چې د (PRI) ګوند کاندید د رایو ۳۸ فیصده ګټلې او د ټاکنو ګټونکی دی.

دا په مکسیکو کې د (PRI) ګوند لپاره لاره پرانیزي، چې د دولسو کلونو وروسته یو وار بیا قدرت ته ورسیږي.

د دې ګوند کاندید (Enrique Pena Nieto) پرون د ابتدايي نتایجو تر څرګندیدو وروسته په خپرو کې وویل، چې د مکسیکو د ټولو خلکو لپاره به خدمت کوي. ښاغلي نیتو وویل: زه هغه مسولیت، چې مکسیکو راته سپارلی په احساساتو، ټینګ عظم او بشپړ مسولیت منم.

په تیرو دریو میاشتو کې هره ورځ سیاستوالو او کاندیدانو خبرې کولې، خو نن، د مکسیکو خلکو خپل خبره وکړه. دوی په ډير وضاحت خپله خبره وکړه او د یوه تغیر لپاره یې راییه ورکړه.

د ده په وړاندې ولاړ کیڼ اړخي کاندید د راییو ۳۱ فیصده ګټلې دي او د موجود حکومت کاندید یوازې ۲۵ رایې تر لاسه کړې دی.

په مکسیکو کې له ۲۰۰۶ کال راهیسې لږترلږه پينځوس زره کسان د مخدرو موادو د قاچاق په ارتباط په لانجو کې وژل شوي دی.

دا مسله د اوسني جمهور ریس، چې د لرې کیدو په حال کې دی، د محبوبیت د کمیدو سبب شوه.

د مکسیکو د ۱۱۲ ملیونه اوسیدونکو لږترلږه ۴۷ فیصده په فقر کې ژوند کوي.