یو شمېر مسولین به د قبرس د بانکي سیسټم د څيړلو لپاره سره وګوري

د اروپايي کمیسون، د پیسو د نړېوال صندوق او د اروپا د مرکزي بانک مسولین به نن د قبرس د بانکي سیسټم د څيړلو لپاره سره وګوري.

دا چارواکي به نن د قبرس د مالي سیسټم د ژغورنې لپاره د یوه پلان پر شرایطو هم خبرې وکړي.

قبرس د ایرو زون پینځم غړي هېواد دی، چې تیره اونۍ يې د اروپايي هېوادونو او د پيسو د نړېوال صندوق څخه د خپل مالي سیسټم د ژغورنې لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.

د قبرس چارواکو ویلي دي، چې د ګاونډي یونان د اقتصادي وضعیت څرنګوالي د دوي پر اقتصاد هم ناوړه اغیز کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې قبرس پرون د اروپايي اتحادیې دوره یي مشري واخیسته، چې د شپږو میاشتو لپاره ده.