ناټو: د افغانستان په جنوب کې درې نړېوال سرتیري وژل شوي

ناټو وايي، يوه سړي چې د پوليسو يونيفورم يې په تن و د افغانستان په جنوب کې يې درې نړېوال سرتيري په ډزو وژلي دي .

د ايساف ځواکونو په دې اړه کم جزييات په ډاګه کړي او د وژل شويو سرتيرو هويت يې نه دي ښودلي .

د ناټو يو وياند ويلي هغه کس چې پردې سرتيرو يې ډزې کړي نيول شوي او ټپي دي .

ايساف ويلي په دې اړه څيړنې کوي چې ايا بريد کونکي واقعا افغان پولیس دی او که نه؟