د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۵ پورې ۵٪ کې په کلني ډول وده وکړي

د افغانستان اقتصاد به تر راتلونکې ۲۰۲۵ میلادي کال پورې شاوخوا پینځه په سلو کې په کلني ډول وده وکړي.

دا خبره تیره ورځ د افغانستان لپاره د نړېوال بانک استازي بوب سوم فرانس پریس خبري اژانس ته کړې ده.

نوموړي ویلي، که حکومتداري ښه وي نو کیدای شي د اقتصادي ودې اندازه ۶ عشاریه اوو ته لوړه شي.

باور کیږي، چې افغانستان د ۳ تریلیونو په اندازه طبیعي زیرمې لري او که د بوب سوم په وینا دا زیرمې او نور مهم سکتورونه په سمه توګه اداره شي نو ددې هیواد اقتصاد وده به لوړه وي.

ټاکل شوې، چې افغان دولت د توکیو په راتلونکې کانفرانس کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د خپلو لګښتونو او مالي سیستم د ټینګ ساتلو لپاره په کلني ډول د ۴ میلارده ډالرو غوښتنه وکړي.