د کینیا په شمال ختیځ کې پر دووکلیساوو نن د لاسي بمونو په حملو کې لس تنه وژل شوي دي.
دا حملې د سومالیا سرحد ته په نږدې سیمو کې شوې دي.
د سیمې د پولیسو یوه مسول ویلي دي، چې وسله والو کسانو اول پر کلیساوو د لاسي بمونو حمله وکړه او بیا یې د تیښتې په حال کې پر عبادت کونکو ډزې وکړې.
دا حملې د ګارسیا په ښار کې شوي دي.
په دې ښار کې د کینیا د پوځ یوه مهمه پوځي اډه پرته ده.
په وروستیو کې د الشباب د تروریستي ډلې په وړاندې د مبارزې لپاره پوځیان هم له دې سیمې څخه سومالیا ته ور استول شوي وو .
په سومالیا کې د الشباب وسله واله ډله، د القاعده تروریسټي شبکې سره په اړیکو تورنه ده.