د لوګر سمیه ایز چارواکي وایي، چې دوي هڅه کوي ترڅو په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د ساتلو لپاره سرد خانې جوړې کړي.
د لوګر والي طاهرخان صبري ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې ولایت کې ډیر شمېر بزګران خپل کرنیز محصولات په ځانګړي توګه تازه میوې د سرد خانو د نشتوالي له امله په ارزانه بیه پلوري.
ده څرګنده کړه، چې د لوګر په بېلابېلو ولسوالیو کې د سرد خانو د جوړولو لپاره یې د کرنې او مالدارۍ له وزارت او په لوګر کې له میشتو بهرنیو ځواکونو سره خبرې کړي.
په لوګر کې بزګران هم د کرنیزو محصولاتو په ځانګړي توګه د تازه میوو د ساتلو لپاره د سرد خانو جوړول اړین بولي او وایي، چې په تیرو کلونو کې دې مسالې ته چاه لازمه پاملرنه، نه ده کړې.