د اروپايي ټولنې له خوا د ایران د تیلو پر صادراتو بندیزونه سر له ننه عملي کیږي

د اروپايي اتحادیې له خوا د ایران د تیلو پر صادراتو بندیزونه له نن څخه عملي کیږي.

د تهران د اتمي فعالیتونوپه وړاندې، دا بندیزونه د اروپايي اتحادیې له خوا تر ټولو شدید اقدام بلل کیږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان باور لري، چې د اروپايي اتحادیې له دې بندیزونو سره به د ایران د تیلو عواید نیمايي ته را کم کړی.

د ایران د تیلو پر صادراتو د بندیزونو پریکړه د جنورۍ د میاشتې په وروستیو کې وشوه . داسې انګیرل کیږي، چې دا بندیزونه به د ایران پر اقتصاد یوه بله سخته ضربه وي.

د اروپايي اتحادیېو غړو هیوادونو تر دې مخکې د ایران د تیلو تقریبا شل فیصده اخیستل .

د انرژۍ نړیواله اداره وايي، چې یوازې په روان کال کې د ایران د خامو تیلو صادرات څلویښت فیصده را کم شوي دي.

نن د ایران د مرکزي بانک ریس وویل ، چې هیواد به یې داسې فشارونو ته تسلیم نه شي.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس (مهر) د دې هیواد د مرکزي بانک د ریس محمد بهمني په حواله ویلي دي، چې ایران به د دښمنانه پالیسو په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

دې چارواکي زیاته کړې ده ، چې د تهران حکومت د خپلو وارداتو د پوره کولو لپاره د اسعارو کافي ذخیره لري .