محمد مُرسي پرون د مصر د ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه

اسلامپاله محمد مُرسي پرون د مصر د لومړني منتخب ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه او پوځ په رسمي ډول قدرت ده ته وسپاره.

د واک تر اخيستو وروسته د قاهرې پوهنتون ته په وينا کې مرسي ژمنه وکړه، چې د مصر د پوځ درناوى به کوي، چې د ٢٠١١م کال په فبرورۍ کې د پخواني ديکتاتور حسني مبارک د اوږدمهالې واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته يې پر مصر واکمني کوله:

”د مصر ستر پوځ به بېرته خپلې اصلي دندې ته چې د امن ټينګول او د پولو ساتل دي، ستون شي.

پوځ به د غښتلو، ګرانو او متحدو وسلوالو ځواکونو په مرسته د هېواد له ادارو سره د اساسي قانون په چوکاټ او د قانون تر حاکميت لاندې کار کوي.

زه د ترسره کړو کارونو او لاسته راوړنو په خاطر د دوى ستاينه او درناوى کوم.“

مرسي وويل، مصر به نړېوالو تړونونو او توافقاتو ته درناوى کوي، ظاهراً د ده اشاره په ١٩٧٩م کال کې د مصر او اسرائيل ترمنځ د سولې تړون ته وه.

ده وويل، چې د فلسطينيانو ملاتړ به کوي او په سوريه کې يې د وينې تويېدنې د مخنيوي غوښتنه وکړه.