د افغانستان د دفاع وزارت د نورستان پر کامدېش ولسوالۍ د وسله والو تر حملې وروسته له پاکستانه غوښتي، چې پر خپله پوله دې د وسله والو مخه ونیسي، چې افغانستان ته را اوړي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، کله چې سلګونو کورني او بهرني وسله وال مخالفین په کامدیش ولسوالۍ کې د خلکو له زور سره مخ شوه، ولسي خلک یې ووژل، جوماتونو او کورونو ته یې اور ور واچوی.
د دفاع وزارت وايي، چې وسله وال مخالفین پرون سهار د ډیورینډ کرښي څخه را واوښتل او پر کامدېش یې حمله وکړه.
تر دې مخکې د نورستان امنیتي چارواکو ویلي وه، چې په دې جګړه کې تر شلو ډیر ولسي خلک وژل شوي او ژوبل دي.