هیګ: په جینوا کې د سوریې د کړکیچ په اړه په غونډه کې پرمختګ لا هم ډیر سخت دی

د بریتانیا د بهرینو چارو وزیر ویلیم هیګ وايي، په جینوا کې د سوریې د کړکیچ په اړه په غونډه کې پرمختګ لا هم ډیر سخت دی.

ده چې په خبرې غونډې کې خبریالاتو ته خبرې کولې پر روسیې او چین ټینګار وکړ، چې په سوریې کې د سیاسي انتقال د طرح په اړه له لویدیځو قدرتونو سره موافقه وکړي .

هیګ وویل، لویدیځ قدرتونه له ولسمشر بشارالاسد څخه غواړي چې ددې هېواد د سیاسي قدرت د انتقال د پروسې په لړ کې له خپل واک څخه لري شي، خو روسیه چې د بشارالاسد نژدې ملګرې ده وايي د واک د انتقال هر پلان باید پر سوریې د بهرنیو قدرتونو له خوا تحمیل نشي .

ټاکل شوې ده، چې نن د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي اتحاديي استازی کوفي عنان د یوه ملی وحدت د حکومت د جوړیدو لپاره خپله طرح وړانډي کړي .

په جینوا کې به په ننۍ غونډې کې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړیو په شمول د ترکيې، کویت او قطر د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي، همداراز به د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون هم برخه واخلي .