ایسلند نن د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کوي

ایسلند نن د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کوي، نظر پوښتنې ښیې چې اولافر رګنر ګریمسن د پینځمې دورې لپاره د ټاکلو په لټه کې دی.

د ده په وړاندې به تورا ارنورسدوتیر سیالۍ کوي، چې یوه نومیالی اوه دیرش کلنه خبریاله ده، چې کومه سیاسي سابفه نه لري او د ګریمسن تر شپاړس کلني واکمني وروسته د بدلون غوښتونکی ده.

د نظر پوښتنې له لومړیو نتیجو وروسته ګریمسن وویل، چې دې انتخاباتو کې به بیا ځان کاندید نه کړي، خو وروسته له هغې چې دیرش زره لاسلیکونه چې تقریبا د دې هېواد لسمه برخه نفوس جوړوي راټولې شوي او غوښتنه یې کوله چې دا دې پخپلې فیصلي بیا غور وکړي نو بیا ده د مارچ په میاشت کې اعلان وکړ، چې انتخاباتو ته به راووځي.

ایسلند په دوه زره اتم میلادي کال کې د دې هېواد د بانکونو تر مالي سقوط وروسته له مالي بحران څخه د وتلو په حال کې دی.