ذقونه او خوښې مختلفې دي، د چا به له کالیو سره واسکټ خوښيږي، څوک ښايي لونګۍ یا خولۍ هم ورسره په سر کړي، چا ته به ښايي په دریشۍ کې ځان ښه ښکاري، نجونو کې به هم د چا افغاني لباس خوښيږي، څوک به دغه پنجابي جوړې ځان ته جوړوي.
د سینګار لپاره به په لاسونو نکریزې پورې کوي، پیزوان به په پوزه کوي، خو بس خپله خوښه یې ده نو... راځئ هغه ننداره د زړه په سترګو راسره وګورئ، چې څو ورځې مخکې د افغانستان په ملي تیاتر کې د یوه ځوان افغان ماډل عبېد ځاځي لخوا جوړه شوې وه، ځوانانو ډول ډول کالي اغوستي وو، د سټيچ سر ته به راغلل، د لیدونکو مخ ته به تاو راتاو شول او بیرته به له تالاره ووتل:
وايي، چې د وجود د هرې برخې درد زړه ته یو ډول دی، داسې پيښې که په تخار، سر پل او یا هم بامیانو کې شوي، خو اغیز یې د کابل او د ځینو نورو سیمو پر زده کوونکو نجونو او کورنیو هم کړی، د پوهنې وزارت مطبوعاتي سلاکار ګل اغا احمدي په ښوونځيو کې دا ډول پيښې د هیواد او د معارف د دوښمنانو کار بولي، خو وايي چې منزل ته د رسیدو لپاره باید له ستونځو سره مقابله وشي او همت له لاسه ورنه کړل شي او د کورنیو چارو وزارت ویاند صديق صديقي هم وايي چې د دا ډول پيښو د مخنيوي لپاره یې هڅې کړي او پرې به نږدي چې د پوهې دوښمنان د زده کوونکو د زده کړو خنډ وګرځي.