م.م له پاکستانه د غیرقانوني افغان مهاجرو ایستل د ستونزو حل لاره نه ګڼي

د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو اداره د پاکستان له خیبرپښتونخوا څخه د غیرقانوني افغان مهاجرو ایستل د ستونزو حل لاره نه ګڼي.

د پاکستان د حکومت له لورې دغو کډوالو ته ټاکلې موده نن پای ته رسیږي.

د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د ادارې ویاند نادر فرهاد ازادۍ راډیو ته وویل:

(د افغانستان حکومت د دغو کډوالو د برخلیک د ټاکلو او د هغو افغانانو لپاره چې سندونه نه لري د قانوني لارې د موندلو په برخه کې ډير مسوولیت لري.

ګاونډي هېوادونه هم باید له سختي کار وانخلي څو افغانانو ته د مهاجرت لارې قانوني شي.)

پاکستاني چارواکو ویلي دي، چې تر دې وروسته په خیبرپښتونخوا کې هغه افغان کډوال نه شي زغملی چې قانوني سندونه نه لري.

د خیبرپښتونخوا د ا طلاعاتو وزیر ویلي دي، تر ټاکلې مودې وروسته که کوم افغان سند ونه لري هغه به ونیول شي او بیا به خپل هېواد ته واستول شي.