د نورستان په کامدیش کې طالبانو د پاکستاني پوځيانو په ملاتړ حمله وکړه

د نورستان پر کامدیش ولسوالۍ په سلګونو طالبانو د افغان چارواکو په وینا د پاکستاني پوځيانو په ملاتړ پرون حمله وکړه.

د نورستان امنیه قوماندان غلام اله نورستاني ازادۍ راډیو ته وویل، چې برید سهار څلور بجې پیل شو.

د نورستان امنیه قوماندان زیاته کړه، چې له حملې سره په یوه وخت ځان وژونکي د قومي مشرانو او دولتي کارکوونکو کورونه ته ننوتل چې له امله یې ملکیانو ته تلفات واوښتل.

د افغان امنیتي چارواکو په وینا په دې حمله کې چې د ماسپښین تر دوو بجو یې دوام وکړ تر دیرشو ډیر مخالف وسله والو ووژل شول.

د نورستان د امنیه قوماندانۍ په وینا لس افغان پولیس هم وژل شوي دي.

ناټو منلې ده، چې د کامدیش په جګړې کې یې د هوا له لارې د افغان ځواکونو ملاتړ کړی، خو په دې برخه کې یې نور توضیحات نه دې ورکړي.

طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.