د امریکا د بهرنیوچارو وزیره هلري کلنتن به نن د سوریې د حالاتو په اړه د روسیې د بهرنیوچارو له وزیر سرګې لاوروف سره خبرې وکړي.
دوی نن په سنت پیترس بورګ کې سره ګوري او د سوریې په اړه د یوه نړیوال کنفرانس د جوړیدو پر وړاندیز د موجودو اختلافاتو د حل هڅه کوي.
ټاکل شوې ده، چې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عرب لیګ د خاص استازي کوفي عنان د سولې له پلان څخه د ملاتړ لپاره سبا په ژنیوا کې نړیوال کنفرانس جوړ شي .